د کرنې وزارت پلاوي د کندوز له مرستیال والي سره وکتل

mail-admin
Tue, Sep 26 2023 10:47 AM
د کرنې وزارت پلاوي د کندوز له مرستیال والي سره وکتل

۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي چې مشري یې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او د کرنې وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین کوله، د کندوز له مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن صهیب سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کندز ولایت د مقام په ودانۍ کې ترسره شوه، د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، اوبو لګولو او طبیعي سرچینو د پراختیا په برخه کې دکندز مرستیال والي ته د امارت او کرنې وزارت د رهبرۍ پیغام تشریح او په پلي کولو کې یې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
ښاغلي مستعین دغه راز د کرنیزو پروژو په تطبیق کې د دوی د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه او د کندز ولایت له سیمه ییزو چارواکو یې وغوښتل چې د پنبې کرونکو بزګرانو ته وضاحت ورکړي چې د پنبې د ټولولو پر مهال دې له پلاستیکي بوجیو څخه کار وانخلي ځکه چې د پنبې کیفیت له منځه ځي.
په دې غونډه کې د کندوز د کرنې رييس مولوي امان الله حسن او د کرنې وزارت دمقام سلاکار ميرويس خوګياڼي هم حضور درلود.


دیدار هیئت وزارت زراعت با معاون والی کندز 
۴ میزان ۱۴۰۲ ه‍.ش
هیئت تخنیکی وزارت زراعت به سرپرستی مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت با مولوی حبیب الرحمن صهیب معاون والی کندز دیدار کرد.
این دیدار که در ساختمان ولایت کندز صورت گرفت رئیس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت پیام رهبری امارت و وزارت زراعت را در بخش  انکشاف زراعت، مالداری، باغداری، آبیاری، منابع طبیعی و مالداری به معاون والی کندز تشریح نموده و خواستار  همکاری در تطبیق آن شد‌‌.
 آقای مستعین همچنان خواستار  توجه و همکاری  ایشان در تطبیق پروژه های زراعتی شد و از مسوولان محلی ولایت کندز خواست که  برای دهقانانی که پنبه کشت می‌نمایند تفهیم کنند که هنگام برداشت حاصل پنبه از بورجی‌های پلاستیکی استفاده نه نمایند چون کیفیت پخته کاهش می‌یابد. 
در این مجلس مولوی امان الله حسن رئیس زراعت کندز و میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت نیز حضور داشتند‌.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS