د کرنې وزارت پلاوي د جوزجان له والي سره وکتل

mail-admin
Mon, Sep 25 2023 10:28 AM
د کرنې وزارت پلاوي د جوزجان له والي سره وکتل

۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین، د وزارت د مقام سلاکار میرویس خوګیاڼي او د کرنې وزارت مالي سلاکار حاجي احمد جاوید حبیبي د جوزجان له والي قاري ګل حیدر سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د جوزجان د والي په دفتر کې ترسره شوه، مولوي مصباح الدین مستعین د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه د جوزجان والي ته معلومات ورکړل او د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د فعالیتونو د پلي کولو په برخه کې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه: «له تاسو غواړو، چې ولسوالان او د ولسوالیو قومندانان راوغواړئ او د کرنې وزارت کاري لومړيتوبونه ورته بيان کړئ او هم د پنبې د راټولولو پر مهال د پلاستيکي بوريو د کارولو د مخنيوي په برخه کې ورته ووايي چې، په پلاستیکي بوریو کې د پنبې د راټولولو اجازه چاته ورنکړي، ځکه د پنبې کیفیت ټیټوي.»
په همدې حال کې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق ډاډ ورکړ چې د دغه ولایت له ټولو سیمه ییزو چارواکو سره به غونډه دائروي او دا موضوع به ورسره شریکه او تعقیب کړي او د پروژو په تطبیق کې به پوره همکاري وکړي. له بلې خوا يې ټينګار وکړ، چې دوى له خيريه بنسټونو او مؤسسو سره جلا غونډه جوړوي، چې یاد بنسټونه په دې برخه کې څنګه کولای شي، چې همکاري وکړي.

هیئت وزارت زراعت با والی جوزجان دیدار کرد 
۳ میزان ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت تخنیکی وزارت زراعت با عضویت مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه، میرویس خوگیانی مشاور مقام، حاجی احمد جاوید حبیبی مشاور مالی وزارت زراعت با قاری گل حیدر شفق والی جوزجان دیدار نمودند. 
در این ملاقات که در دفتر والی جوزجان صورت گرفت مولوی  مصباح الدین مستعین در مورد اولویت‌های کاری وزارت به والی جوزجان معلومات اراییه کرده و  خواستار همکاری شان را در راستای تطبیق فعالیت های زراعتی، مالداری و آبیاری شد‌." از شما می‌خواهیم ولسوالان و قوماندان‌های ولسوالی را خواسته اولویت‌های کاری وزارت زراعت را برای شان تشریح کنید‌ همچنان در قسمت جلوگیری  از استفاده از بوری‌های پلاستیکی هنگام برداشت حاصل پنبه به ایشان بگوئید که اجازه ندهند پخته در بوری های پلاستیکی جمع  آوری گردد؛ چون کیفیت پخته را کم می‌کند".
در همین حال قاری گل حیدر شفق  والی جوزجان اطمینان داد که با تمام مسوولان محلی آن ولایت نشست دایر نموده و این موضوع را شریک و تعقیب می‌کنند و نیز در تطبیق پروژه‌ها همکاری همه جانبه می‌کنند‌‌. از سوی دیگر تاکید کرد که مجلس جداگانه با موسسات و نهاد های خیریه برگزار می‌کنند که آن ها چه کرده میتوانند  که در این بخش‌ همکاری کنند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS