د هلمند کرنې ریاست: د کیمیاوي سرو پلورنځیو ته د کار جوازونه ورکول کېږي

mail-admin
Sun, Sep 24 2023 2:01 PM
د هلمند کرنې ریاست: د کیمیاوي سرو پلورنځیو ته د کار جوازونه ورکول کېږي

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  لخوا په دې ولایت کې د کیمیاوي سرو د عمده او پرچون پلورنځیو  د معیاري کولو په موخه پر شرایطو برابرو کسانو ته د کار کولو جوازونه ورکول کېږي.
دغه پروسه چې د کرنې وزارت د هدایت له مخې پیل شوې ده ، هلمند کې به ټول هغه هټیوال چې په عمده او پرچون ډول کیمیاوي سرې (کود) پلوري د کرنې وزارت د ځانګړې تګلارې له مخې په فني او مسلکي ډول را جوړیږي، ترڅو باکیفیته خدمات وړاندې شي.
تر دې مهاله یادو کاروباریانو ته ۳۰جوازنامې توزیع کړل شوي دي، چې دغه پروسه لاهم  جریان لري.
د جوازونو د ورکړې دغه پروسه ددې لپاره پلي کېږي، چې یاد کاروباریان باید مجوز، اصولي اوبا کیفته سرې وارد او  وپلوري.
د کرنې  وزارت د کړنلارې له مخې که په راتلونکي کې یاد هټیوال او شرکتونه نوموړي کودونه اوسرې تقلبی او بی کیفته راوارد او بازارونو کې وپلوري نو  فعالیتونه یی بند او توکي به یې ضبط کړل شي.
د یادولو وړ ده د پورته ذکر سوې کړنلارې له مخې په ښار او ولسوالیو کې د لاندې شرایطو کسان کولای سي چې د کیمیاوي سرو د پیر او پلور سوداګري مخې ته یوسي
ددې پروسې موخه هلمند کې د کیمیاوي سرو د پېر او پلور چارې معیاري او په ټولو مسلکي شرایطو برابرول دی، ترڅو بزګرو او مالدارو ته باکیفیته او مسلکي خدمات وړاندې شي او په راتلونکي کې د احتمالي خطراتو مخه ونیول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS