ننګرهار کې ۱۴۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي

mail-admin
Sat, Sep 23 2023 1:09 PM
ننګرهار کې ۱۴۰۰ بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي

١ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق                          
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د هوسایني نړیوالۍ موسسي د ددې ولایت په شېرزادو او خوږیانو ولسوالیو کې ۱۴۰۰ بزګرانو سره مرسته ترسره کوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د هوسایني نړیواله موسسه په شېرزاد او خوږیانو ولسوالیو کې ۱۴۰۰ بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرو، او کرنیزو توکو مرسته کوي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره د هوسایني نړیواله موسسه یاد بزګرانو سره تر درېیو کلونو پورې د کرنې  په مختلفو برخو کې مرستې کوي؛ او د بازار موندنې په برخه کې به دوی د مارکیټ سره د موسسي له لورې وصلیږي او خپل محصولات به په مناسبه بیه پلوري.
دغه راز د بزګرانو مهارتونو لوړولو په پار د سیمې ښوونځۍ جوړول، کښت، اوبولګولو، سري استعمال، هرزه وښوکنټرول، ناروغیو مخنیوي، حاصل ټولولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د عصري او میکانیزه کرنې دودول، له کمې ځمکي څخه ډېر حاصل ترلاسه کول دي؛ ترڅو کورنۍ پرځان بسېا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS