خوست کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Sep 23 2023 1:06 PM
خوست کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل شوې

١ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړيکو دفتر په مالي او د ټولنيزې پراختيا او پايښت لرونکي معشيت پروګرام په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د صبريو ولسوالۍ دسوري پاڼ کانال رغنیزې چارې پیل کړي دي.
 د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې دصبريو ولسوالۍ اړوند دسوري پاڼ سیمې کانال د جوړېدو چارې پیل شوي، چې په دې پروژه کې د ١٢٥٠ متره په اوږدوالي، ٨٠ متره سور او ٦٠ سانتي متره په جګوالی کانال، ٥ پلچکونه، ٣٠ ورخونه او درې واړه پلچکونه شمال دي.
د خوست دکرنې رییس په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به ٣٤٤٠  جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ددې کانال په رغنیزو چارو کې ٩٥٥ ماهر او ٣٣٦٣ غیر ماهرو کسانو  ته د کار زمینه برابره شوي؛ چی د ٤٣١٨  کاري ورځو په موده کې به دکانال چارې بشپړې شي.  
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دخوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS