د لغمان مرکز مهترلام کې د کانال او سربند رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Sep 23 2023 9:31 AM
د لغمان مرکز مهترلام کې د کانال او سربند رغنیزې چارې پیل شوې

د لغمان د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې«یو،ان،ډي،پي» په مالي او د سولې بنسټ په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام اړوند ده ملخ کلي کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل کړي دي.
ددې پروژې په پیل غونډه کې د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدولي محسن، د اقتصاد رییس مولوی جان محمد حامد، د سولې بنسټ مؤسسې ولایتي مسوول محمدحارث رضاء، د سیمې قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړي ؤ.
دیادې پروژې په پرانیست غونډه کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد په ټولو کورنیو او بهرنیو مؤسساتو او پانګولو غږ وکړ چې په لغمان کې امنیت بشپړ د ډاډ وړ دی، دوی کولای شي چې پروژې پلي کړي. 
همداراز د لغمان والي د سولې بنسټ تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې په کیفیت سره  یاده پروژه گټې اخیستنې ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې د لغمان مرکز مهترلام ده ملخ کلي کې د اوبولګولو ددې پروژې ټولیز لګښت ۷۱ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې په دې پروژه کې د ۱۱۳۵ متره په اوږدوالي کانال او ۵۶ د اوبو دکنټرول دروازې جوړول  شامل دي.
د لغمان دکرنې رییس په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره به ۳۰۰ جریبه کرنیزه  ځمکه په نېغه او ۶۵۰ جریبه ځمکه په نانېغه ډول  خړوبه او سلګونو ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
ددې کانال په رغنیزو چارو کې ۳۵-۱۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوي؛ چی د ۷۸ کاري ورځو په موده کې به دکانال چارې بشپړې او کټې اخیستنې ته به وسپارل شي. 
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژې له مسولینو څخه مننه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS