د کندز دکرنې ریاست:شمال ختیځ زون کې د کرنیزو تخمونو د تولید شرکتونو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
Thu, Sep 21 2023 10:46 AM
د کندز دکرنې ریاست:شمال ختیځ زون کې د کرنیزو تخمونو د تولید شرکتونو سره د همغږۍ غونډه دائره شوه

۳۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په لارښوونه د کرنیزو تخمونو د تولید له شرکتونو سره په شمال ختیځ زون کې د کرنیزو تخمونو د پروسس په موخه د همغږۍ غونډه دائره کړه.
 په دې غونډه کې د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن د دولتي شرکتونو آمرينو او د تخمونو د تولید د خصوصي شرکتونو رییسانو ته په خطاب کې وويل، چې د اصلاح شويو تخمونو په توليد کې له صداقت او اخلاص څخه کار واخلي، چې د هېواد بزګران ترې راضي شي. نوموړي همدا راز د تخمونو د تولید شرکتونو رییسانو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو تخمونو د پروسس بهیر چټک کړي او خپل ټول تخمونه په مناسب وخت د هېواد بزګرانو ته ورسوي، ترڅو تخمونه ضایع نه شي او بزګران یې په وخت وکري چې د دوی د حاصلاتو کچه لوړه شي.
 ورپسې دکندز ولایت دکرنې ریاست د کرنيزو تخمونو د تصديق آمر د کرنيزو تخمونو د تصدیق پروسې د تخنیکي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې سږ کال په شمال ختیځ زون کې نږدې ۱۵ زره مټریک ټنه کرنيز تخمونه تولید شوي او د تصدیق لپاره یې ډاډ ورکړ چې د کرنيزو تخمونو د تصدیق آمريت ټول پرسونل ژمن دی، چې په ټاکلي وخت پروسس شویو تخمونو تصدیق کړي او شرکتونو ته یې لارښوونه وکړه چې د خپلو کرنيزو تخمونو د پروسس بهیر چټک کړي تر څو ټول کرنيز تخمونه په ټاکلي وخت د هېواد بزګرانو ته ورسېږي.
په همدې حال کې د تخمونو د تولید شرکتونو رییسانو په خپل وار د خپلو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې، چې د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن د دوی ستونزې یاداشت او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS