پکتیا کې د ځنګلونو وهنې او د قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې

mail-admin
Thu, Sep 21 2023 10:43 AM
پکتیا کې د ځنګلونو وهنې او د قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې

۳۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دکرنې وزارت د هدایت پر اساس په دې ولایت کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي په پار هلې ځلې چتکې شوي دي.
په همدې موخه د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ځنګلونو او طبيعي سرچينو آمريت ددې ولایت د ځآځی اریوب ولسوالی په لرو برتو سیمو کې د ځنګلونو د غیر قانوني وهنې د مخنیوي په پار عملیات پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې یوشمېر کسان نیول شوي هم دي.
پکتیا کې د ځنګلونو وهنې او لرګیو قاچاق د مخنیوي کمپاین په داسې حال کې پیل شوی دی، چې موده مخکې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی د ځنګلونو د غیر قانوني وهنې او لرګیو قاچاق مخنیوي په موخه د یوې پلاوی په مشرۍ یوشمېر ولایتونو ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د یادو ولایتونو د ځنګلونو له بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې ترڅنګ له سیمه ییزو چارواکو، د لرګیو سوداګرو، صنعت کارانو او د سیمې له اوسیدونکو سره په کتنه کې د ځنګلونو د وهنې او قاچاق طرحه یې تشریح کړه او د طبیعي ځنګلونو د خوندیتوب په پار خبرې اترې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS