د هلمند دکرنې ریاست: څېړنیز فارم کې د مورني تخمونو د پروسس چارې پیل شوې

mail-admin
Thu, Sep 21 2023 10:35 AM
د هلمند دکرنې ریاست: څېړنیز فارم کې د مورني تخمونو د پروسس چارې پیل شوې

۳۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، بولان څېړنیز فارم کې په ٩ ډوله مورني تخمونو باندې د څېړنې او ارزونې چارې پای ته رسیدلي دي.
د یادو تجاربو له بشپړولو وروسته نږدې لس زره کیلوګرامه د غنمو  مورني اصلاح شوي  تخمونه په لاس راغلي دي، چې راتلونکي کې به د کرنې وزارت د کړنلارې له مخې د اصلاح شویو تخمونو تصدیو ته د ترویج او تکثیر په موخه په واک کې ورکړل شي.
نوموړې تصدۍ به وکولای شي، چې دغه تخمونه د کرنې ریاست د فني کارکوونکو تر نظارت لاندې په خپلو ځمکو کې وکري، چې له مخې به یې د غنمو دغه اصلاح شوي تخمونه زیات شي او بیا به تر زرګونو بزګرو پورې ورسول شي.
اصلاح شوي تخمونه د سیمه ییزو او غیر اصلاح شویو تخمونو په پرتله څو سلنه لوړ حاصلات ورکوي، چې تر څنګ یې د نباتي ناروغیو په مقابل کې هم زیات مقاومت لري. 
د هلمند  ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي تر څو په کرنیزو او څېړنیزو فارمونو کې د بېلابېلو نباتاتو د تخمونو د اصلاح ترڅنګ د مېوه یي نیالګیو په اصلاح او تکثیر هم کار وکړي ترڅو د بزګرو په کرنیز اقتصاد کې د پام وړ نوښت او بهبود راشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS