خوست کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هڅې
٢۹ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۵ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې یې د جلغوزیو ځنګلونو د پراختیا او بیارغونې په پار هڅې پیل کړي دي.
د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیارغونې، پراختیا او خوندیتوب په پار د پروژې پلي کولو په موخه د ځآی د ټاکنې لومړنۍ سروې ترسره شوه.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د جلغوزیو ځنګلونو د بیارغونې، پراختیا او خوندیتوب په پار پروژې پلي کېږي.
ددغو پروژو د مناسب ځای دټاکنې لپاره په مرکز او ولسوالیو کې سروې رونې دي، چې ډېر ژر به بشپړ او چارې به یې پیل شي.
