غزني کې دوه سترې سړې خونې جوړېږي

mail-admin
Tue, Sep 19 2023 1:57 PM
غزني کې دوه سترې سړې خونې جوړېږي

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د غزني په ولایت کې ددې ولایت د تازه مېوو او سبو د ساتنې په پار د اته زره ټنه په وړتیا سره دوه  ستر او معیاري سړې خونې جوړېږي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ادریس حنیف وویل، چې دا سړې خونې د غزني مرکز اړوند د روضې او علي لالاسیمو کې د ملي سوداګرو په همکارۍ جوړېږي، چې نږدې یومیلیون امریکایي ډالر پرې لګښت راځي.
تر دې وړاندې په دې ولایت کې د کچالو ساتلو په پار وړې سړې خونې جوړې شوې وې، خو تر دې دمه  د تازه مېوو او سبو د ساتلو په پار په معیاري بڼه کومه سړه خونه نه ده جوړه شوې.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایي، چې ددې اته زره ټني سړې خونې د جوړولو چارې به په نږدې راتلونکې کې پیل شي. د هغه په خبره ددې سړې خونې په جوړولو کې به دېرو کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي. هغه دغه راز وویل، چې ددې سړې خونې تر جوړېدو ورسته به یوشمېر کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره شي.
مڼه، انګور، زردالو، بادرنګ، رومي بانجان او کچالو د غزني ولایت تر ټولو عمده سابه اومېوې دي، چې ټاکل شوې په دې سړه خونه کې به وساتل شي او بیا بسته بندي او پروسس شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS