د ننګرهار کانال ریاست کې د مضره حشراتو پر وړاندې مبارزه پیل شوی دی
٢۸ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۴ ربیعالاول ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د مضره حشراتو د مخنيوي او لمنځه وړلو په موخه د درېیم فارم قوریه کې په شته بوټو او ګلانو درمل شیندل شوی دی.
د ننګرهار کانال د بوټو ساتنې امریت له لوري د کانال ریاست اړونده هډې درېیم فامر قوریه کې په شته بوټو، نیالګیو او ګلانو د مضره حشرې د مخنیوي په موخه دوا شیندنه ترسره شوه.
ددې دواشیندنې موخه داده، چې د ياد پارک زيتون شته بوټي، نیالګي او ګلان د مضره حشرې د ګواښ نه په امن شي .
