بلخ ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

mail-admin
Tue, Sep 19 2023 10:08 AM
بلخ ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بلخ د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ته یې د کرنې وزارت کاري لومړیتوبونه تشریح کړل.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې وزارت د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او په پنځو برخو لکه؛ د کرنې او مالدارۍ پراختیا، اوبولګولو، د ځمکې او طبیعي سرچینو مدیریت په برخه کې یې د دغه وزارت مسوولیتونه تشریح کړل:«الحمدلله موږ له بهرني اشغال او تجاوز څخه خلاص شوی یو، اوس د خوراکي توکو خوندیتوب ته اړتیا لرو، د خوراکي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل ستاسو د کرنې د کارګرانو مسوولیت دی او په دې برخه کې د مسئولیت احساس وکړئ، د خوراکي توکو واردولو په پار زموږ سوداګر د ګاونډیو هېوادونو د دروازو تر شا ګرځي او خلک هم بهرنیو خوراکي توکو ته اړ دي، راځئ چې له دې فقر او بې وزلۍ څخه د خلاصون هڅه وکړو، موږ باید په ګډه کار وکړو چې له دې مسلې څخه راووځو، موږ د ازادۍ او امنیت خوند وڅښل، باید د خوړو خوندیتوب خوند هم ترلاسه کړو او ۴۰ کلن ټپونو ته د مرهم نوې پټۍ کېږدو.»
د کرنې وزیر د کرنې سکټور د لومړیتوبونو د پېژندلو په موخه د یوې رسالې د جوړولو خبرې وکړې، چې خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو څرنګوالی او د دې سکټور پرمختګ پکې شامل وي او د کرنې له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د هغې محتوا له خلکو سره شریکه کړي: «د ځمکو پېژندنه او تثبیت، د څارویو دنسل اصلاح، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو مدیریت، د اصلاح شویو تخمونو وېش، کروندګرو او مالدارانو ته پوهاوی ورکول او له دوی سره مفاهمه ، د ځنګلونو او ونو اصلاح، د ناروغیو او آفتونو کنټرول، څیړنه او ترویج، د څارویو روغتیا، د غلودانو، مېوو او سبو زیاتوالی او د ځمکې د ځانګړتياوو پېژندنه زموږ او ستاسو اصلي دنده ده او هېواد ستاسو په پلان، عزم، مديريت او نوښت سره جوړېږي او هغه بزګران چې ډېر کار کوي بايد ډېر حاصل تر لاسه کړي. زموږ او د بزګرانو ترمنځ د ښې مفاهمې په صورت کې، د بزګرانو او مالدارانو په حاصلاتو کې به مثبت بدلون راشي.»
په دې غونډه کې د بلخ ولايت د کرنې رییس مولوي شمس الدين خالد، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د وزارت دمقام سلاکار ميرويس خوګياڼی او د بلخ ولايت د کرنې رياست څه باندې ۲۰۰ کارکوونکو شتون درلود.

سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت بلخ 
 ۲۸ سنبله  ۱۴۰۲  هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفری به ولایت بلخ با کارمندان ریاست زراعت بلخ دیدار کرده و  اولویت‌های کاری وزار زراعت را برای شان توضیح داد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت  در مورد مسوولیت وزارت زراعت صحبت کرده و مسوولیت‌های این اداره  را در پنج بخش  چون؛ انکشاف زراعت، مالداری، آبیاری، مدیریت اراضی و منابع طبیعی بیان کرد:" الحمدولله از اشغال و تجاوز بیرونی‌ها خلاص شدیم، حال نیاز داریم که به امنیت غذایی برسیم، دست یافتن به خودکفایی غذایی مسوولیت شما کارمندان زراعت است و در این زمینه احساس مسوولیت کنید، تاجران به خاطر آوردن مواد خوراکی پشت دروازه‌های کشورهای همسایه سرگردان اند و مردم هم محتاج خوراکه‌های بیرونی، کوشش کنیم از این محتاجی و زلت خلاص شویم، باید  به گونه مشترک روی بیرون رفت از این مسله کار کنیم، طعم آزادی و امنیت را چشیدیم، باید طعم امنیت غذایی را نیز بدست بیاوریم و زخم‌های ۴۰ را درمان کنیم".
وزیر زراعت از ساخت یک  رساله‌ برای تشخیص اولویت‌های سکتور زراعت که در آن چگونگی خدمت به مردم و انکشاف این سکتور گنجانیده شده‌است سخن زده و از کارمندان زراعت خواست  که محتوای آن را با مردم شریک نمایند" تشخیص و تثبیت زمین‌ها، اصلاح نسل حیوانات، مدیریت آب‌های زیر زمینی و سر زمین، توزیع تخم‌های اصلاح شده، آگاهی دهی و مفاهمه به دهقانان و مالداران، اصلاح جنگلات و درختان، کنترول امراض و آفات، تحقیق و ترویج، صحت حیوانات، افزایش غله جات، میوه جات، سبزیجات و تشخیص خصوصیت زمین از وظایف اصلی من و شما است و  وطن با پلان، عزم، مدیریت و ابتکار شما جور می‌شود و  دهقانانی که زحمت می‌کشند باید حاصل بیشتر بگیرند، در صورت مفاهمه بهتر  میان ما و دهقانان، در حاصلات دهقانان و مالداران تغییر مثبت می‌آید".
در این مجلس مولوی شمس‌الدین خالد رئیس زراعت ولایت بلخ، مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه، میرویس  خوگیانی مشاور مقام وزارت و بیش از ۲۰۰ تن از کارمندان اداره زراعت ولایت بلخ حضور داشتند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS