د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د پکتیا دکرنې رییس او کارکوونکو سره وکتل

mail-admin
Thu, Sep 14 2023 9:45 AM
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د پکتیا دکرنې رییس او کارکوونکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او ورسره مل پلاوی پکتیا ولایت ته د خپل کاری سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید او ددې ادارې له کارکوونکو سره د غونډې په ترڅ کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدلرؤف سعید دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال سره د پکتیا دکرنې ریاست معلومات شریک او د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړل.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان د پکتیا دکرنې ریاست د فعالیتونو څخه خوښي څرګنده او په خپلو خبرو کې وویل: «دکرنې سکټور د ودې او په دې برخه کې د ځآن بسیاینې او د چارو د ښه پرمختګ په پار دکرنې وزارت په تشکیل کې، نوې امریتونه رامنځته کېږي، چې چارې یې مخ په خلاصېدو دي.»
ښاغلی فیضان وویل، چې دځنګلونو دحاصلاتو څخه لس سلنه محصول د ا.ا.ا بشپړ او مسلم حق دی، چې د دولت عوایدو ته جمعه کېږي، همدارنګه دوچو لرګیوڅخه بار ولاړو موټرو په هکله یې ووی،ل چې نومړي موضوع دلوړو مقاماتو سره شریکه شوي تر وروستۍ پریکړه نهایي شي پایله به یې معلومه او ولسونه شریکه شي.
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان او ورسره مل پلاوی به د پکتیا ولایت اړوند ځاځی اریوب ولسوالی تفریحي پارک څخه هم لیدنه وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS