ننګرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
Wed, Sep 13 2023 2:31 PM
ننګرهار کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د سولې ریښې ادارې له لورې ۸۰ تنو کروندګرو او بڼوالو ته د کروندې د ورځې تر عنوان لاندې روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د سولې ریښې اداره یا «روټس اف پیس» په روداتو او کوټ ولسوالیو کې ۸۰ تنو بزګرانو او بڼوالو ته په شنو خونو کې د ځمکې اماده کولو،  تخمونو کرلو د شنو خونو کې د کروندو ښه مدیریت کولو، په بڼونو کې د ښاخه برې، د متراکمو بڼونو ترویجولو  اوبولګولو، سرې ورکولو او په متراکمو بڼونو کې د څانګو تړلو په برخه کې بشپړ معلومات ورکړل شول.
دغه راز په شاړو ځمکو کې بڼوالۍ ترسره کولو،  دبڼونو څخه سالمه ګټه اخیستنه، د هرزه وښو کنټرول، کیمیاوي درملو استعمالول، د ناروغیو مخنیوی،  د ښه تخم انتخابولو او ګڼو نورو برخو کې ورته د متخصصینو له لورې روزنه ورکړل شوه.
د روټس اف پیس برنامه چې د نشه یې توکو یوه بدیله پروژه ده د بڼوالې ترڅنګ د کرنې په مختلفو برخو کې د بزګرانو لاسنیوي کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS