لغمان  کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
Wed, Sep 13 2023 11:52 AM
لغمان  کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

۲۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
 د لغمان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شويو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کميسون تخنيکي پلاوي خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام د يادې کمېټې رييس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ پلاوي د علینګار اولسوالی اړوند دنورالام صیب درې اوپړوایي سیو ته دامارتي ځمکو دتشخیص او تثبیت په موخه دعلینګار اولسوال قاری ذاهد په ملګرتیاسفر وکړه.
 ددې سفر په ترڅ کې دنورالام صیب درې دکولک اوزیارت کلي ترمنځ دسالنډ غره په سر دسیمې دخلکو تر مینځ حقوقي موضوع چې دوسیه یې دلغمان ولایت داستناف محکمې مدني دیوان ریاست (۷/۵)۷/۱/۱۴۴۵ګنه لیک په اساس تخنیکي پلاوی ته راجع شوې وه دسیمې دبې طرفه علماوو اومتنفذینو سره ځانړې غونډه جوړه شوه او د غونډې په ترڅ کې دعلماوو او ثالث بالخیر خلکو څخه منازعې په هکله معلومات وغوښتل دهغوی له خوا ورکړل شوی معلومات یی له ځان سره یادداشت کړل بیا یې دمدعیونو په استازیتوب  یو تعداد مشران او ملکان راوغوښتل دهغوی خبری یې او  په پای کې د منازعې سیمه له نږدې وکتل شو او دواړو خواوو ته د نافذه مقررې او لایحې مطابق د موضوع په هکله معلومات وړاندې او دوی یې اتحاد او ورورولي ته راوبلل.
 دغه راز تخنیکي پلاوی دعلینګار اولسوالی اړوند دپړوایی سیمې ته ولاړ چې دعلینګار ولسوال هم ورسره وه هلته یې هغه (۱۱۲) جریبه امارتي ځمکه دمرکزي کمیسون دسکرتریت دچارو دتنظیم او همغږی ریاست د (۳۴۲۷)۱۴/۱۲/۱۴۴۵ ګنه لیک دهدایت سره سم مستاجرینو ته چه مخکې ورته په اصولي او شرعي ډول په اجاره ورکړل شوې وه تسلیم او استردادکړه او هم دعلینګار اولسوالی امنیې قوماندان او ولسوال ته هدایت وشوه چې کومې امارتي ځمکې، چې دتخنیکي پلاوی له خوا تشخیص او تثبیت کېږي او تاسو ته سپارل کېږي په ساتنه کې یې جدي اوسئ ترڅو بیا غصب نه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS