د پکتیکا مرکز کې له یوشمېر بزګرانو سره مرسته وشوه
۲۲ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۲۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت مرکز شرنه کې د «او.آر.ډي» مؤسسې په همکارۍ پر ۵۰۰ بزګرانو لاسي کراچۍ ووېشل شوې.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او دوی ته د دوی د اړتیا وړ توکي برابرول دي دي.
باید وویل شي، چې د یادې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په یوسف خېل او مټاخان ولسوالیو کې هم موده مخکې له بزګرانو سره ورته مرستې شوې وې.
