د انجې په صادراتو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار غونډه دائره شوه

user-admin
Wed, Sep 13 2023 8:49 AM
د انجې په صادراتو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار غونډه دائره شوه

د کابینې له پرېکړې سره سم، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي او د مالیې وزارت د ګمرکاتو لوی رییس  مولوي عبدالمتین سعید په شتون کې د انجې «هنګ» په صادراتو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه
 دا غونډه د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د هغې پرېکړې پر بنسټ دائره شوې وه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنایعو او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو ته یې دنده سپارلې وه، ترڅو د انجې طبي بوټي د طبیعي او کرنیزو حاصلاتو څخه د یو پر دوولسمې د محصول «ټکټانې» او عشر ترلاسه کولو موضوع چې په دې وروستیو کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د د طبي بوټو خوندیتوب او ګټې اخیستنې کړن لارې پر اساس اخیستل کېږي و څېړي او د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه لازمې پرېکړې وکړې.
په همدې موخه د یادې سپارښتنې د تحقق په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رییس ترمنځ غونډه دائره شوه او د غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې د نوې کړنلارې تر جوړېدو پورې دې، د سیمو په کچه د انجې طبي بوټې څخه یو پر دوولسمې برخې محصول «ټکټانه» او له کرنیز هنګ له حاصلاتو څخه عشر راټول شي او د صادراتو او د تصدیق پاڼو د صدرو پر وخت په بندرونو کې د کرنې وزارت د قرنطین چارواکو، سرحدونو او هوايي ډګرونو د قرنطین مسوولین مکلف نه دي، چې محصول (تکتانه) او عشر راټوله کړي او د انجې طبي بوتې د حاصلاتو صادرولو په پار د محصول اسنادو (ټکټآنې) یا عشر سند وړاندې کولو پرته، دوی باید دوی ته روغتیایی تصدیق پاڼه صادر کړي او همدارنګه د ولایتونو امنیتي چارواکو او د ټولو ولایتونو د کرنې ریاستونو چارواکو ته سپارښتنه کېږي چې له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د انجې د لېږ په برخه کې هیڅ ډول ګډوډي او خنډ رامنځته نه کړي او لازمې اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.

جلسه‌ی به‌منظور ایجاد سهولت در صادرات هنگ برگزار شد 
۲۱ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
مطابقه به فیصله کابینه جلسه‌ی  در وزارت زراعت با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، نورالدین عزیزی وزیر تجارت و صنعت، مولوی عبدالمتین سعید   رئیس عمومی گمرکات وزارت مالیه جهت ایجاد سهولت در صادرات هنگ برگزار شد.
این جلسه بر اساس فیصله کابینه امارت اسلامی افغانستان که  به وزارت‌های زراعت، آبیاری و مالداری، صنعت و تجارت و مالیه وظیفه سپرده بود  تا موضوع اخذ محصول (تکتانه) یک بر دوزاده و عشر از حاصلات نبات طبی هنگ طبیعی و زراعتی که اخیرا از جانب وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر اساس طرزالعمل حفاظت و بهره برداری نباتات طبی اخذ می‌گردید را مورد بررسی قرار داده و بمنظور حل مشکل تجار تصمیم لازم اتخاذ نمایند برگزار شد.
که به این اساس جهت تحقق هدایت متذکره جلسه‌ی میان وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، وزیر صنعت و تجارت و رئیس عمومی گمرکات وزارت مالیه دایر گردیده و طی جلسه متذکره فیصله به عمل آمد که الی ترتیب طرزالعمل جدید، از حاصلات نبات طبی هنگ طبیعی محصول (تکتانه) یک بر داوزده و عشر حاصلات نبات طبی هنگ زراعتی در سطح محلات جمع آوری گردد، و حین صادرات و صدور تصدیق نامه صحی مسئولین قرنطین وزارت زراعت بنادر، سرحدات و میدان‌های  هوایی بر اخذ محصول (تکتانه) و عشر مکلف نمی‌باشند و غرض صدور حاصلات نبات طبی هنگ بدون ارایه اسناد محصول )تکتانه( و یا سند عشر، تصدیق نامه صحی را صادر نمایند و همچنان به مسئولین امنیتی کمربند‌های ولایتی و مسئولین ریاست‌‌های زراعت تمام ولایات هدایت داده  می‌شود تا حین انتقال حاصلات هنگ از یک ولایت به ولایت دیگر هیچ نوع مزاحمت ایجاد ننموده و تسهیلات لازم را برای ایشان فراهم نمایند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS