لغمان کې د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ دوه زره څارویو ته واکسین او درمل ورکول کېږي

mail-admin
Mon, Sep 11 2023 12:11 PM
لغمان کې د څارویو خوندیتوب په پار هڅې؛ دوه زره څارویو ته واکسین او درمل ورکول کېږي

۲۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «سرف» مؤسسې په مالي ملاتړ ددې ولایت مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالی کې دوه زره څارویو ته د انټرکس بکتریاوي ناروغۍ پر وړاندې وقایوې واکسین او د څارویو داخلي چنجیو وژلو درمل ورکولو لړۍ پیل شوی دی.
دغه پروګرام دلغمان دکرنې،اوبولګولواومالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او  حیواني روغتیا امریت د وترنرۍ برخې ډاکټرانو له خوا پلي کېږي.
د لغمان د کرنې،اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن وویل، چې دیاد واکسین په تطبیق سره به د څارویو د یوناڅپي مړینې(ټک) ناروغۍ کچه راکمه شي او د څارویو دچنجیو د وژلو کیمیاوي درملو په ورکولو سره به څارويو وده سالمه او محصولاتو کې به یې د پام وړ زیاتوالۍ راشي.
ددې پروګرام موخه د څارویو د ناروغیو مخنیوی او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS