د ننګرهار لعلپورې کې د یوکانال د پاکارۍ چارې پیل شوې

mail-admin
Mon, Sep 11 2023 10:02 AM
د ننګرهار لعلپورې کې د یوکانال د پاکارۍ چارې پیل شوې

۲۰ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د بشري خیریه موسسي (او.اچ.ډبلیو) له لورې د  ۷۰۰  زره افغانیو په ارزښت  د لعلپوري ولسوالی د رینه پارچاو کانال پاکولو چارې پیل شوي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د رینه پارچاو کانال چې ۶ کیلو متره اوږدوالې لري پاک او ځینې سیمې یې رغول کېږي.
محمد وایې په یاد کانال کې د ۸۷ کسانو ته د ۲۰ ورځو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې؛  چې هر  تن ته ۴۰۰ افغانۍ ورځني مزد ورکول کېږي.
د یاد کانال د  پاک کارۍ په نتیجه کې به  ۱۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي؛  او په لسګونه ځایې خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS