د ځمکو چارو ریاست یوشمېر کارکوونکي روزل کېږي

mail-admin
Sun, Sep 10 2023 11:20 AM
د ځمکو چارو ریاست یوشمېر کارکوونکي روزل کېږي

۱۹ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو رياست د ځمکو د تصفیې او د ځمکې مالکیت د تثبیت ریاست د دغه ادارې په تالار  کې خپلو نويو ګمارل شويو کارکوونکو ته د تصفیې دکړنلارې په برخه کې روزنیز پروګرام دائر کړ. 
ددې پروګرام په پیل کې، د استملاک او بیامیشتدنې عمومی رییس مولوي عبدالعلي عمري وویل: «له ټولو کارکوونکو څخه غواړو چې د صورت او سیرت ترڅنګ خپل درسونو ته حاضر او د مسلکي او تجربه لرونکي کارکوونکو څخه د تجروبو په ترلاسه کولو سره دې په کار ځان پوه کړي تر څو د هېواد په کوډ کوډ کې د ځمکو د تصفیې چاری نور هم چټکتیا ومومي.»
 ورپسې د ځمکو د تصفیې او د ځمکې مالکیت د تثبیت رییس ملا ضیاء الحق ضیا په خپله وینا کې کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چی خپلو درسونو ته حاضر او د دې طلایی فرصت څخه په پوره توګه کټه پورته کړي.
ښاغلي ضیاء زياته کړه: «دهرې اونۍ په اخره ورځ له ټولو کارکونکو څخه ازموینه اخستل کیږي او هغه کارکوونکي چې کمې نمرې ترلاسه کوي نو د دغه څانګې له امتیازات څخه بی برخې کیږی نو له دې امله ټولو همکارانو څخه په درنښت هیله کیږی تر څو خپلو درسونو ته په پوره توګه متوجع، او له غیر حاضرۍ څخه ډډه وکړي.»
په پای کې د ځمکو د تصفیې او ځمکې مالکیت د تثبیت آمر عبدالرب صمدي د ریاست له مسوولینو او کارکوونکو سره ژمنه وکړه، چې د یوې میاشتې په پای کې به ټول  نوي ګمارل شوي کارکوونکي د ځمکو د تصفیې او د ځمکې د تثبيت په برخه کې په پوره توګه وروزي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS