خوست کې یوشمېر مالداران وروزل شول
۱۹ وږي ۱۴۰۲ه.ش
۲۴ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په اسماعیل خېل او مندوزیو ولسوالیو کې یوشمېر مالداران روزلي دي.
د چارواکو په خبره دغه مالداران د مالدارۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د مالدارانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده او پراختیا ورکول دي.
