د ځمکې غصب مخنیوی کمیسیون چارواکو د کندهار دکرنې رییس سره وکتل

mail-admin
Sat, Sep 09 2023 9:49 AM
د ځمکې غصب مخنیوی کمیسیون چارواکو د کندهار دکرنې رییس سره وکتل

۱۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
دکندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ځمکو دغصب مخنیوی او بېرته راګرځولو کمیسیون مشر او د عدلیې وزیر  شیخ مولوی عبدالحکیم شرعي، دکرنې وزیر او د کمیسیون غړی مولوي عطاء الله عمري، د چارو ادارې رییس او د کمیسیون غړی شیخ مولوی انورالحق، مولوی عبدالمنان عمري دکار او ټولنیزو چارو وزیر او دکمیسیون غړی، مولوی نعماني د ښار جوړولو وزیر او دکمیسیون غړی او د سترې محکمې د دارالانشاء ریس کندهار ولایت ته دسفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د کرنې له رییس مولوی محمود مظلوم او ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوی پلاوی سره په کتنه کې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پلاوی د کړنو په هکله خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د کندهار د کرنې رییس او د ځمکې غصب مخنیوی کمېټې مشر په دې ولایت کې د یادې کمېټې د کړنو، روانو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په هکله د ځمکې غصب کمیسیون مشرتابه ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
 ورپسې د ځمکو دغصب مخنیوی او بېرته راګرځولو کمیسیون مشر او د عدلیې وزیر  شیخ مولوی عبدالحکیم شرعي د یاد کمیسون کړنې وستایل او د لا بریالیتوب هیله یې وکړه او ډاډ یې ورکړ چې له یاد کمیسیون سره هراړخيزه همکاري کوي.
دغه راز په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو لکه د شکور کاریز او عينو مېنې پر روانو چارو هم خبرې وشوې او ت. څنګ یې له محکمو څخه پر راغلو دوسیو هم خبرې اترې وشوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS