د هلمند ولایت کرنې ریاست اداري غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

mail-admin
Sat, Sep 09 2023 9:46 AM
د هلمند ولایت کرنې ریاست اداري غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

۱۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي د هلمند ولایت د کرنې ریاست اړوند آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره اداري ناسته وکړه.
په دې غونډه کې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي ددې ادارې اړوندو کارکوونکو ته مهمې سپارښتنې او لارښونې وکړې.
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي په دې ناسته کې د مالي کال د عادي بودیجې د لګولو په اړه  سپارښتنه وکړه او ویې وېل، د عادي بودیجې  کوم تخصیصات، پلان او تقسیمات چې په کلني ډول هلمند ته منظورشوي دي، د ټول کال اړتیاوو او ضرورتونو ته په کتو دې مربوطه مسؤلین د اجرا په اړه اقدام کوي، د زیاتو  او بې ځایه لګښتونو، حوالو او غوښتنو څخه باید ډډه وشي.
د کرنې ریاست هر کارکوونکی چې ولایت یا سیمې ته سفر کوي،  د ریاست موافقه به حتمي اخلي که کوم کارمند بیله دې څخه چې د ریاست مقام جریان کې واچوي او وظیفې ته حاضر نشي اصولي چلند به ورسره کېږي. څرنګه چې د افغانستان اسلامي اما/رت په زیاتو قربانیو قایم او شرعي نظام نافذ سوی دی ، نو هغه اجرائت چې د نظام ، اسلام او مسلمانانو منفعت پکې نغښتې وي باید زیاته پاملرنه ورته وشي او ترجیح ورکول شي.هغه کسان چې پر وخت او زمان خپلو وظایفو ته نه حاضريږي ، په شخصي او یا هم نورو چارو بوخت وي موږ یې وخت په وخت تعقیبوو هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د نظام  او ادارې د اصولو پاپندي نه کوي. کوم ملګري چې په مرکزي دفاترو کې شتون لري په جماعت د لمانځه پر ادا کولو مکلف دي.
هر امریت او مدیریت چې کوم اسناد د لاسلیک په موخه د ریاست مقام ته راوړي د تحلیل او ارزونې په موخه دې اجرائیه مدیریت ته سپاري ، اجرائیه مسول به یې هر اړخیزه تحلیل ترسره کوی او بیا به ورباندې اجرائت ترسره کیږي. ټول امرین ، مدیران او مامورین باید سلسله مراتب په جدي ډول په نظر کې ونسي .
د مالي منابعو د تشخیص ، تثبیت او ارزونې لپاره چې کوم هیئت ګمارل سوی دی خپل راپور دې هر څه ژر ترتیب او وړاندې کړي ترڅو په اړه یې اصولي اقدامات ترسره سي.
ورپسې ددې ادارې آمرینو، مدیرانو او مامورینو په وار سره خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه کرنې رییس سره شریک کړل، چې د حل په برخه کې ورته د همکارۍ ډاد ورکړل شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS