د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت د کانال، کرنې او کډوالو ریاستونو له مسوولینو سره وکتل

mail-admin
Sat, Sep 09 2023 9:29 AM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت د کانال، کرنې او کډوالو ریاستونو له مسوولینو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار د کانال شرکت، د دغه ولایت د کرنې او کډوالو ریاستونو له کارکوونکو سره مشورتي ناسته وکړه د کانال په کمپونو کې د کورنیو د شمېر، د اوسېدو ځآی، تفکیک او تثبیت په اړه یې خبرې وکړې. 
په دې کتنه کې ښاغلي فضلي په غونډه کې حاضرو کارکوونکو ته وویل: «له خلکو سره ښه چلند وکړئ او په ډېر دقت او زغم سره د استوګنې د کورونو او شته ځمکو شمېر سروې او تثبیت وکړئ، تر څو ترې هر اړخیز راپور چمتو او د امارت مشرتابه ته وړاندې شي.»
په دې غونډه کې د ننګرهار دکانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو لوی رییس مولوي ګلزرین، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کورنیو مهاجرینو او راستنیدونکو چارو عمومي رییس مولوي سردار شیرزاد هم شتون درلود.

جلسه معین مالی و اداری وزارت زراعت با مسولان ریاست‌های کانال، زراعت و مهاجرین ولایت ننگرهار
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با کارمندان شرکت کانال ننگرهار، ریاست  زراعت و مهاجرین آن ولایت نشستی مشورتی را دایر نمود و پیرامون بررسی، تثبیت و تفکیک محل سکونت و تعداد باشنده‌گان در کمپ‌های کانال صحبت کرد.
در این نشست آقای فضلی به کارمندان حاضر در مجلس گفت:" رفتار نیک با مردم داشته و با حوصله‌مندی زیاد منازل مسکونی، تعداد فامیل‌ها و زمین‌های موجود را سروی و تثبیت کنید تا گزارش جامع از آن تهیه و به رهبری امارت تقدیم شود".
در این  مجلس مولوی غلام‌الرحمان کظیم رئیس شرکت کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ننگرهار، مولوی گلزرین رئیس عمومی کوچی‌های وزارت سرحدات اقوام و قبایل و مولوی سردار محمد شیرزاد رئیس عمومی بیجاشده‌گان داخلی وزارت مهاجرین و عودت کننده‌گان نیز حضور داشتند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS