لوګر کې پر سلګونو بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو د شاتو مچۍ او اړونده توکي ووېشل شول

mail-admin
Wed, Sep 06 2023 9:53 AM
لوګر کې پر سلګونو بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو د شاتو مچۍ او اړونده توکي ووېشل شول

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
دلوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د لوګر ولایت مرکز پُل علم ښار پر سل تنو بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو د شاتو مچۍ او د مچیو روزنې اړوند توکي وویشل شول.
د یادو توکو او مچیو وېش غونډه کې دلوګر دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي سربېره د اقتصاد رییس انجنیر محمدحامد مظلومیار، دمالدارۍ څانګي آمر داکتر خانشرین خسروی او دموسسې مسؤولینو ګډون کړی وو.
د چارواکو په خبره ددې مرستې څخه برخمن شوي  اړمنې کورنۍ  څه موده وړاندې د سروې له مخې په نښه شوی وو، چې پکې ۵۳ نارینه او ۴۷ ښځینه شامل دي، چې هرې کورنۍته د شاتو مچیو ترڅنګ د شاتو مچیو د روزنې اړوند توکي، چي مالي لګښت یې ۱۳۶۶۰۰ آمریکایي ډالرکېږي وېشل شوي دي.
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په خپلو خبرو کې وویل، چې له وېشل شویو توکو به کلکه څارنه کوی او له ګټه اخیستونکو یې وغوښتل، چې له وېشل شویو توکو سمه ګټه پورته کړی.
له وېشل شویو مرستو څخه موخه په دغه ولایت کې بې سرپرسته کورنیو ته د کور دننه د کار زمینه برابرول او د اقتصادی پیاوړتیا ښودل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS