هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۲مه نوبتي غونډه دائره شوه 

mail-admin
Wed, Sep 06 2023 10:28 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۲مه نوبتي غونډه دائره شوه 

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۶۲مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦۲مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یاد پلاوي رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ د تخنیکي پلاوی نورو غړو هم حضور درلود، چې په یو لړ مهمو موضوعاتو یې بحث او خبرې وکړې. 
په یاده ناسته کې د تخنیکي پلاوی له خوا د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو استرداد کمېسیون لخوا د را لېږل شویو اتو راپورونو د نیمګړتیاوې د اصلاح موارد مطالعه کړل او پرېکړه وشوه، چې د یادو راپورونو د اصلاح په موخه دې اړوندو چارواکو په خپله برخه کې لازم اجرائت ترسره کړي.
وروسته په مرکز لښکرګاه کې د تورټانګ اړونده سیمه کې د یوې اندازې ځمکې موضوع باندې بحث او خبرې وشوې او د لا ښې څېړنې او ارزونې په موخه د عدلیې  ریاست ته محول شول.
ددې ترڅنګ تخنیکي پلاوي د نهرسراج ولسوالی کې د ٤ قومونو ترمنځ تر دعوې لاندې ځمکې په اړه د اړونده لوریو سره لیدنې وکړې او هغوی ته یې د هر اړخیزو څېړنو او مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ.
وروستیو کي تخنیکي پلاوي د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اجرائت ترسره شول.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS