غزنې کې د څه باندې ۶۷۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۸ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
Wed, Sep 06 2023 9:46 AM
غزنې کې د څه باندې ۶۷۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۸ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

د غزنې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز ترڅنګ په دوو ولسوالیو خواجه عمري او اندړو کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د ۶۷۷ زره او ۴۶۲ امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۸ پروژو چارې پیل شوي دي.
د غزنې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ادریس حنیف وویل، چې د غزني په مرکز او ددې ولایت د خواجه عمري او اندړو ولسوالۍ کې د باراني او سېلابې اوبو د مدیریت په موخه ټرنچونه او چکډمونو جوړولو چارې پیل شوي دي، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره ۶۱۸۵ ځایي اوسیدونکو ته دکار زمینه برابره شوې ده.
د ښاغلي حنیف په خبره ددغو پروژو پلي کول نه یوازې دا چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده، ترڅنګ یې د وچکالۍ ستونزې هم تر یوې کچې راټیټوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د باراني او سیندزې اوبو مدیریت په پآر د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ګڼو پروژو چارې پیل کړي دي، چې به بشپړېدو سره به یې د باراني اویو د مدیریت ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو کچه هم لوړ او د هېواد د وچکالۍ ستونزه به تر یوې کچې راټیټه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS