د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت له سیمه ییزو چارواکو او بې ځایه شویو سره وکتل

mail-admin
Tue, Sep 05 2023 3:08 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت له سیمه ییزو چارواکو او بې ځایه شویو سره وکتل

۱۴ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت استول شوی پلاوي، د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري او د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په شتون کې  د ننګرهار ولایت د بې ځایه شویو او کورنیو مهاجرینو او د ننګرهار د کانال فارمونو له استازو سره ناسته وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د خلکو د کډوالۍ عوامل څلور لسیزې جګړې، د انقلاب دوره او د خلکو مجبوریتونه وبلل او زیاته یې کړه: «په تېرو څلوېښتو کلونو کې ولس د یرغلګرو پر وړاندې ودرېدل او ډېرې مالي او ځاني قربانۍ یې ګاللې، دا د ملت زحمت او کړاوونه و چې اشغالګران له وطنه ووتل او ولس په دې نظام حق لري ترڅو د دوی ستونزو ته رسېدنه ووشي. دا د ولس قربانۍ او زحمتونه وو چې نن امارت په ټول افغانستان کې په پیاوړي  او په ځواک سره حاکمیت کوي. له همدې امله امارت د خلکو اړتیاوو او ستونزو ته پام او رسېدنه کوي او د خلکو مشروع غوښتنو ته ځواب وايي، د انقلاب په وخت کې په افغانستان کې ډېر څه خراب شول، د خلکو بې ځایه کېدل هم یو له هغو څخه و، چې امارت یې د حل لپاره هڅې کوي. 
دا پلاوی د ننګرهار د بې ځایه شویو د ستونزو د څېړلو په موخه ټاکل شوی، امارت ستاسو د خدمت او اسانتیاو په موخه کار کوي، زموږ د راتګ موخه د ننګرهار په کانال کې د مهاجرینو د شمېر څیړل، تفکیک، پېژندنه او تثبیت دی.»
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د دې غونډې د جوړېدو موخه داسې بیان کړه:«دا غونډه مو له تاسو سره د سلام مشوې په پار دائره کړی دی، چې له تاسو سره سلا مشورې وکړو او پایله یې د امارت مشرتابه ته ورسوو، په دې غونډه کې دنده ورکوو، چې د کورنیو شمېر مشخص شي، موږ په دې برخه کې ستاسو د همکارۍ غوښتنه کوو، له ټولو دولتي چارواکو څخه غوښتنه کوو چې په دې پروسه کې د کرنې او مهاجرینو ریاست سره همکاري وکړي.»
په ورته وخت کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري هم وويل چې کډوالي په هېواد کې لویه ستونزه ده:«د مهاجرت ستونزه په یوه سیمه او یوه ولس پورې اړه نه لري، د انقلاب پر مهال دا ستونزه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې رامنځ ته شوی دی، د جهاد په دوره کې ډېر خلک هجرت ته اړ شول، موږ په دې برخه کې ستاسو همکاران یوو او په ګډه مخ په وړاندې ځو او له مؤسسو څخه هم غواړو چې د مهاجرینو په برخه کې همکاري وکړي او موږ ورته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکوو.»

نشست معین مالی و اداری وزارت زراعت با مسوولان محلی و بی‌جا شده‌گان  ولایت ننگرهار 
۱۴ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
هیئت اعزامی امارت اسلامی افغانستان به سرپرستی مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور مولوی سعیداحمد بنوری معاون والی ننگرهار و شماری از  مسولان محلی ننگرهار، نشستی را با بیجاشدگان و مهاجرین داخلی ننگرهار و نمایندگان فارم‌های کانال ننگرهار دایر کردند.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت عوامل مهاجرت مردم را چهار دهه جنگ، دوره انقلاب و مجبوریت مردم عنوان نموده افزود"مردم در  چهل سال اخیر در برابر متجاوزگران ایستادگی نموده و قربانی زیاد مالی و جانی را متحمل شدند زحمت و تکلیف  ملت بود که اشغالگران وطن را ترک کردند‌ و ملت بالای این نظام حق دارد تا به مشکلات شان رسیدگی شود قربانی‌های و زحمت‌های مردم بود که امارت امروز مستحکم و با اقتدار در تمام افغانستان حاکمیت می‌کند پس  امارت به نیازمندی ها و مشکلات مردم توجه و رسیدگی می‌کند و به خواست‌های مشروع مردم پاسخگو می‌باشد، در دوره انقلاب، بسیاری از کارها در افغانستان برهم خورد، بیجا‌شدن مردم یکی از آن‌ها بود، امارت کوشش دارد به مشکلات مهاجرین رسیدگی کند، این هیئت تعین شده تا مشکلات بیجاشده‌گان موجود در ننگرهار را بررسی کند، امارت برای خدمت و آوردن سهولت به شما کار می‌کند، هدف از آمدن ما بررسی، تفکیک، تشخیص و تثبیت تعداد مهاجران در کانال ننگرهار می‌باشد".
معین مالی و اداری وزارت زراعت هدف از برگزاری این جلسه را چنین بیان کرد
"این جلسه را دایر کردیم تا با شما مشورت و تفهیم  کنیم و آن را به رهبری امارت هم برسانیم، در این جلسه وظیفه می‌دهیم که تعداد فامیل‌ها مشخص شود، در این عرصه همکاری  شما را می‌خواهیم ، از تمام مسوولان حکومتی می‌خواهیم که در این پروسه همکار اداره زراعت و مهاجرین باشند".
در همین حال مولوی سعیداحمد بنوری معاون والی ننگرهار مهاجرت را یکی از مشکلات عمومی در کشور عنوان نموده علاوه کرد"مشکل مهاجرت مربوط یک منطقه و یک مردم نیست، در دوره انقلاب این مشکل در تمام ولایات افغانستان صورت گرفته‌است مردم زیادی هم در دوره جهاد مجبور به مهاجرت شده اند، در این مسیر همکار شما هستیم و یکجای پیش خواهیم رفت‌ و از موسسات نیز می‌خواهیم برای مهاجران همکاری کنند، از طرف ما اطمینان همکاری است".

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS