لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Sep 05 2023 3:05 PM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۴ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولايت مقام په ميلمستون کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې د لغمان مرکز اړوند دکوتاي تور کلي دځمکوالو او په ځمکه کې درهايشي نمرو لرونکو تر مينځ حقوقي دوسيې، چې له ډېر پخوا جريان لري اوډېرې قضي يي دروغي جوړي له لياري حل اوفصل شوي اوهغه تعداد دوسي چه تر اوسه پوري پاتي دي (۶) جلده يي دمحکمې له خوا تخنيکي پلاوی ته محول شوي وي تر بحث لاندې ونيول شوي، ددواړو لوريو څرګندوني او اړين اسناد وليدل شول بيا دمهترلام ښاروالي پوري اړوند اسناد هم وليدل شول داسنادو په کتنه او ددواړو لوريو داظهاراتو په اساس تر اوسه پوري ځمکه دمهترلام ښاروالي له خوا استملاک شوي نده  اودمهترلام ښاروالي ديو رسمي ليک په اساس معلومات ورکړي چې موږ دکوتاي تور په سيمه کي امارتي ملکيت نلرو خو دوخت ښاروالي له خوا يوتعداد رهايشي نمري خلکو ته توزيع شوي دي لهذا داچه موضوع داشخاصو تر مينځ حقوقي او شخصي وه تصميم ونيول شو تر څو موضوع دمصلحينو له طريقه حل اوفصل شي که جانبين په مصلحينو رضايت نلري بيا دورته اړونده دوسي دحل اوفصل په موخه ذيصلاح محکمي ته محول شي بيا دقرغيو اولسوالي اړوند دعبدارحيم زي قوم پوري مربوط مدعي ختک ولد ميرولي اونور مدعي عليه اصغر ولد امين اونورو حقوقي موضوع چه دقرغيو محکمي له خوا د(۱۰۰۰)جريبه امارتي ځمکي دتشخيص اوتثبيت په موخه تخنيکي هييت ته راجع شوي وه تر بحث لاندي ونيول شوه متصرفو اشخاصو ته استعلامم ورکړل شو ترسو معلومه شي چه متصرفين په مدعي بها کي دشرعي او اصولي اسنادو په بنسټ شرعي ذواليد دي اوکه غيري شرعي ذواليد دي همدارنګه دعلينګار اولسوالي  اړوند دکجکارا سيمي مدعي خيالي ګل او مدعي عليه سيدالرحمن حقوقي موضوع چه دمحکمي له خوا تخنيکي هييت ته راجع شوي وه ددواړو لوريو څرګندوني واو ريدل شوي داچه ددوسي داوراقو په کتنه په ياده موضوع کي دعلينګار اولسوالي ذيصلاح محکمي له خوا قضايي قرارصادرشوي وه اويو طرف په  قضايي قرارباندي قناعت نه وه کړي او مرافعه طلب شوي وه تصميم ونيول شو تر سو ټوله دوسيه مرافعه محکمي ته وليږل شي  چه دابتدايه محکمي دقرارپه تاييد اويا نقض کي خپل دصلاحيت په حدودو کي تصميم ونيسي بيا دمهترلام ښاروالي د(ار۲)پلان په ساحه کي دسوداګري اوصنعت اداري پوري اړوند ځمکي متصرفين راوغوښتل شول او استعلام ورته ورکړل شول.
بايد وويل شي، چې د لغمان ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS