د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار کانال له سیمې څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Tue, Sep 05 2023 9:10 AM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار کانال له سیمې څخه لیدنه وکړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار د کانال شرکت له یو شمېر هغو ځمکو څخه لیدنه وکړه چې د کورنیو بې ځایه شویو له خوا تصرف شوې دي.
ددې لیدنې پر مهال د ننګرهار د کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو لوی رییس مولوي سردار شېرزاد، د کوچیانو رییس مولوی ګلزرین او  د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله.
د دې لیدنې پر مهال د ننګرهار د کانال رییس او د ننګرهار د کرنې رییس د تصرف شویو ځمکو د تثبیت په اړه ښاغلي فضلي ته معلومات وړاندې کړل او د هډې فارم، ثمرخېلو، امان الله خان ښارګوټي، ۱ فارم، ۲ فارم او ۳ فارمونو څخه یې لیدنه وکړه.
د یادولو وړ ده، چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ پلاوی ته دنده ورکړل شوې، چې د کانال تصرف شوې ځمکې او په هغه ځمکو کې د مهاجرینو شتون په ګوته کړي، ترڅو له یادو ځمکو څخه په کرنه، مالدارۍ او بڼوالۍ کې ګټه پورته شي.

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ساحه کانال ننگرهار
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از چندیدن ساحه زمین‌های شرکت کانال ننگرهار که توسط بیجاشده‌گان داخلی تصرف شده‌است بازدید نمود. 
معین مالی و اداری وزارت زراعت را در جریان این بازدید مولوی غلام‌الرحمان کظیم رئیس شرکت کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ننگرهار، مولوی سردار محمد شیرزاد رئیس عمومی بیجاشدگان داخلی وزارت مهاجران و عودت کننده‌گان، مولوی گل‌زرین رئیس کوچی‌ها و مسوولانی از وزارت سرحدات اقوام و قبائل همرایی می‌کردند.
در این بازدید رئیس کانال ننگرهار و رئیس زراعت ننگرهار در مورد تثبیت زمین‌های تصرف شده به آقای فضلی معلومات ارائه نمودند و از ساحات فارم هده، ثمرخیل، شهرک امان‌الله‌خان، فارم‌ ۱، فارم ۲ و فارم 3 دیدن نمودند.
قابل ذکر است هئیتی به سرپرستی مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت موظف شده‌اند تا زمین‌های تصرف شده کانال و مهاجران موجود در زمین‌های آن را مشخص سازند تا از آن زمین‌ها در بخش زراعت، مالداری و باغداری استفاده شود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS