د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۷ زره دالرو په ارزښت  د حیوانې خوراکې زېرمتون  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Mon, Sep 04 2023 3:31 PM
د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۷ زره دالرو په ارزښت  د حیوانې خوراکې زېرمتون  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۳ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
١۸ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ددې ولایت د مومندرې ولسوالی په باسول کلي کې د  ۷ زره ډالرو په ارزښت د مالدارانو د ستونزو د حل په پار  حیواني خوراکې زېرمتون (فیډ بینک) ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست په استازیتوب د مالدارۍ خدمتونو او  څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي، مومندرې ولسوالی د ترویج مدیر رحمت الله ، د عشراوزکات  مدیر قاري شېرزاد، د هالنډ کمیټيې استازو، او قومي مخورو حضور درلود.
 د ننګرهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امر محمد ضمیر بهسودي وویل، چې  د حیواني خوراکې زېرمتون دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې د ار پي ایس اف  پروژې لخوا جوړ شوی،  چې ددې حیواني خوراکې زېرمتون په جوړولو سره به د مومندرې کوچي  او ځایې څارویو لرونکو  ته د حیواني خوراکې  په برخه کې اسانتیاوی برابر؛ او  د دوی مشکلات حل شي .
دغه راز  په یادو پیسو د حیواني خوراکې لپاره ودانۍ، ماشینري، د حیواني خوراکې اومه مواد او ګڼ نور وسایل واخېستل شو،  ترڅو مالدارانو ته ښه او غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.
ددې مرستې موخه په دې ولسوالی کې د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS