د ځمکو چارو لوی ریاست د ستونزو د حل په موخه د لېږد او وېش ریاست سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

mail-admin
Sun, Sep 03 2023 3:54 PM
د ځمکو چارو لوی ریاست د ستونزو د حل په موخه د لېږد او وېش ریاست سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

 ۱۲ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ځمکو چارو لوی ریاست د ستونزو د حل په موخه د لېږد او وېش ریاست سره د همغږۍ غونډه دائره کړه.
په هغه غونډه کې چې د ځمکو چارو رياست لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ جوړه شوې وه د استملاک او بیا مېشتدنې لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ځمکې د لیږد او ویش رییس مولوي سید محمد سعید  او د دغه رياست کارکوونکو برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې د ځمکو ریاست لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د ځمکې د لېږد او وېش ریاست مسوولین او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه تر څو په خپلو دندو کې له پوره صداقت او ایمان دارۍ څخه کار واخلي او کارونه دې په خپل وخت سره ترسره کړي، په خپلو ورسپارل شویو دندو کې د خډاو ځنډ نه راولي او خپلو دندو ته د په جدي توګه متوجه شي.
ښاغلي ملا عبدالرحمن رحماني زیاته کړه که ستاسو په مربوطه څانګو کې او یا هم په دندو کې مو له داسې موارد سره مخامخ کېږی چې اجراات یې تاسو ته ستونزمن ښکاري نو موضوع د یو وړاندیز په ترڅ کې د اراضي ریاست مقام ته راواستوئ.
ښاغلي رحماني وویل، کوم بستونه چې تر اوسه په دغه ریاست کې تش پاتې دي نو ژر تر ژره دې مسلکي او تجربه لرونکي کارکوونکي ورته وړاندیز او په دغو بستونو کې په دندو وګمارل شي. 
د ځمکو ادارې لوی رییس د دې ادارې د کار او فعالیتونو د تطبیق او د مراجعینو د ستونزو د حل په موخه او همدارنګه د دغه ریاست د وضعیت د ښه والي په پار يې ټولو ته لارښوونه وکړه تر څو د اراضي ریاست د بېلابېلو څانګو مسوولین دې په اوونۍ کې یوه ورځ د خپل رياست له کارکوونکو سره غونډه ترسره کړي.

ورپسې د استملاک او بیا مېشتدنې عمومي رییس د اراضي رهبرۍ د خبرو په تائید سره هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او د ځمکو د لېږد او وېش ریاست ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د سلسله مراتبو په مراعاتولو سره د خپل ټول وړانديزونه او ستونزې د استملاک عمومي رياست سره شریک کړي.
په پای کې د اراضي ادارې د ځمکې د ليږد او وېش ریاست کارکوونکو خپل وړانديزونه او نظرونه د اراضي ریاست له مشرتابه سره شريک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS