ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛  ۱۰۶ زره څارویو ته د پوستکې د دانو او طاعون ‌واکسینونه کېږي

mail-admin
Sat, Sep 02 2023 2:22 PM
ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب په پار هڅې؛  ۱۰۶ زره څارویو ته د پوستکې د دانو او طاعون ‌واکسینونه کېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
١٦ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایې ټولني په مالې لګښت ددې ولایت په  ۱۰ ولسوالیو کې څارویو ته د  واکسینود تطبیق چاري روانې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبواګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دننګرهار په لسو ولسوالیو چپرهار، بهسود، کامه، دره نور، رودات، سرخ رود،  خوږیاني، شېرزاد، حصارک  او کوزکونړ  کې ۱۰۶  زره راسه وړو شخوند وهونکو څارویو ته د طاعون او پوستکي د ناروغیو مخنیوي واکسینونو د تطبیق چارې روانې دي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه د یادو واکسینونو د تطبیق موخه په  وړو شخوند وهونکو څارویو کې د داخلي پرازیتونو، د پي پي آر  او پوستکي د دانو د ناروغیو د مخنیوي،  د محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو د مړینې د کچې کموالی او د مالدارانو د عاید لوړوالی دي.  
د واکسینو دا کمپاین په ۱۵ ورځو کې د ۲۰ سیمه ییزو کلنیکونو پواسطه پلی کېږې؛ چې په ترڅ کې یې ۵۳ زره واړه شخوند وهوونکي څاروي د طاعون او ۵۳ زره څاروی به د پوستکي د دانو د ناروغیو مخنیوي په موخه واکسین شي. 
دغه راز د هالینډ کمیټه په ننګرهار کې د واکسینونو سربېره درملو، د هګیو چرګانو، حیوانې خوراکې وېش،  حیواني کلینیکونو،  کوچني د خوراکې زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې هم د مالدارانو لاسنیوی کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS