د ځمکو د تصفیې او د ځمکې مالکیت د تثبیت رییس معرفي او په کار یې پیل وکړ

mail-admin
Sat, Sep 02 2023 10:23 AM
د ځمکو د تصفیې او د ځمکې مالکیت د تثبیت رییس معرفي او په کار یې پیل وکړ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د  مقام په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم په اساس  ضیاء الحق ضیاء په دوهم بست کې د ځمکو د تصفيې او د ځمکې مالکیت د تثبیت رییس په توګه وټاکل شو. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د جیودیزۍ او کدستر عمومي رییس مولوي سعید الرحمن مظهري له خوا د نوي رییس د ټاکلو فرمان ولوستل شو. 
په هغه مراسم کې چې د ځمکو ریاست په تالار کې ترسره شوه، محترم ضیاءالحق ضیاء د ځمکو چارو رییس ښاغلي ملا عبدالرحمن رحماني له خوا د ځمکو تصفيې او د ځمکې مالکیت د تثبیت رییس په توګه خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو. ملا  عبدالرحمن رحماني د تصفيې ریاست پخواني رییس شیخ محمود حمیدي نه په مننې نوی رییس ته د بریالیتوب هیله وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل، چې په خپلو ورسپارل شویو دندو کې هر اړخیزې هڅې وکړي.
د اراضی ریاست لوی رییس په ټولو کاري برخو کې پر شفافيت ټینګار وکړ او له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په خپلو ورسپارل شویو دندو کې د له پوره صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS