هلمند کې د ١٨زره مېوه لرونکو نیالګیو د پیوند چارې پیل شوې
د هلمند ولايت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت د فني او مسلکي کارکوونکو لخوا، د مرکز لښکرګاه په بولان قوريه کې د ١٨ زره بېلابېلو مېوه لرونکو نیالګیو د پیوندولو چارې پیل شوي دي.
په دې لړۍ کې به دشفتالو، پلم، ګرنګيچ او نورو مېوه لرونکو نیالګیو پیوند په مسلکي ډول ترسره شي، چې راتلونکي کې به بزګرو ته د ځانګړې کړنلارې له مخې په واک کې ورکړل شي.
د هلمند ولایت ړ کرنې ریاست هڅې راپیل کړي دي تر څو په دې ولایت کې د بېلابېلو نباتاتو د اصلاح شویو تخمونو د ترویج او تکثیر ترڅنګ د مېوه یي بڼونو اصلاح ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو د بزګرو او بڼوالو په کرنیز اقتصاد کې د پام وړ بهبود او نوښت رامنځته شي.
