د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ کونړ کې ۱۰۱۴ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
Wed, Aug 30 2023 1:58 PM
د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پارهڅې؛ کونړ کې ۱۰۱۴ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۸ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د  کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د کونړ په دوو ولسوالیو  چپه دره او غازي آباد  کې د «ای.اچ.اف» مؤسسې په مالي او د «اي.ډبلیو.آر.او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۱۰۱۴  تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول. 
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر آقا (پیر حبیب الرحمن) په خبره هرې ګټي اخیستونکې  ته ۳۰ قطعې کورني چرګان،۱۵۰  کیلو د چرګانو دانه ، څلور ابخوري او دانه خوري ورکړل شوي دي   .
د کونړ دکرنې رییس وویل، چې د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS