د هلمند  کرنې ریاست کارکوونکي د احصایې او شمیرنو د راټولولو په برخه کې وروزل شول

mail-admin
Wed, Aug 30 2023 1:55 PM
د هلمند  کرنې ریاست کارکوونکي د احصایې او شمیرنو د راټولولو په برخه کې وروزل شول

۸ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د پلان او برنامو د همغږۍ ریاست اړوند د کرنیزې احصایې او معلوماتو تنظیم ریاست کارکوونکی صبغت الله صمدي هلمند ته له رارسېدو سره سم، لومړی  د هلمند د کرنې ریاست له رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي سره لیدنه وکړه او د خپل سفر موخه یې ورسره شریکه کړه. 
ښاغلي صدیقي راغلي پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د احصایوي ارقامو پر دقت او کره والي ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د کرنې  وزارت راغلي پلاوي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
راغلي پلاوي د کرنې له رییس سره تر لیدنې وروسته ددې ادارې کارمندانو ته د احصایوي ارقامو راټولو په اړه عامه پوهاوی ورکړ.
په دې پروسه کې د کرنیزو راپورونو لپاره د احصایوي ارقامو په دقیق ډول راټولولو، توحیدولو او بیا یې په اړه مرکز ته د راپور ورکولو برخه کې اړوند کارمندانو ته  لازمې لارې چارې ور وښودل شوې.
د پوهاوی په دې ناسته کې د راغلي پلاوی لخوا  ټینګار وشو ترڅو هغه ارقام او معلومات چې مرکز ته ورکول کېږي باید ډیر دقیق، کره او حقیقي وي ځکه چې د کرنې  وزارت د اړتیا پر مهال له همدې معلوماتو او ارقامو څخه ګټه اخلي .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS