د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل

mail-admin
Wed, Aug 30 2023 1:54 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل

۸ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر ریچارډ ټریچارډ سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خوا د شویو مرستو لکه د تصدیق شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د نباتاتو او څارویو آفتونو او ناروغیو پر وړاندې د مبارزې کمپاینونه، د څارویو واکسینونه  او د د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې یادونه وکړه او د کرنې سکتور په ځانګړې توګه د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د دوی د ستونزو هوارولو په پار د یادې ادارې له پلي شویو پروژو او هڅو څخه مننه وکړه. نوموړي دغه راز د پخوانيو پروژو د دوام او د نویو بنسټيزو پروژو د پلي کولو غوښتونه وکړه، چې ورسره به د افغانستان د خلکو په اقتصادي وضعيت کې به مثبت بدلون راشي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې رییس د پروژو د تطبیق په برخه کې د دغه وزارت د رهبرۍ له همکارۍ څخه د مننې په ترڅ کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د کوکنارو د کښت د بندیدو یادونه وکړه او ویې ویل، چې هیڅ حکومت تر دې دمه په دې ونتوانید چې د کوکنار دکرکیلې مخه ونیسي او د دې بدې پدیدې مخنیوی یې د اسلامي امارت ستره لاسته راوړنه وبلل او بزګرانو ته یې د بدیل کښت د لارو چارو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې او د بزګرانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه د اوبو لګولو په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه هم وکړه. 
په دې غونډه کې د مالدارۍ، کرنیزو څېړنو، پلان جوړونې او بدیل معیشت ریاستونو رییسانو هم حضور درلود او هر یو د خپلو ادارو اړوند د پروژو په پلي کولو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي ریچارډ ټرانچارډ همداراز ژمنه وکړه چې د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو د رییسانو له خوا د یادو شویو توکو د تطبیق او په راتلونکي کال کې د ملخانو د مخنیوي د تدابیرو د عملي کولو په برخه کې همکاري کوی.
همدارنګه د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د هغو پلانونو د تطبیق په برخه کې چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره پلان شوي دي، د کرنې وزارت د چمتووالي او همکارۍ ډاډ ورکړ.

دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد 
۸ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوِی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با ریچارد ترنچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
دراین دیدار معین زراعت و مالداری از کمک هایی که از جانب سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان  چون  توزیع تخم‌های تصدیق شده بذری و کودهای کیمیاوی، راه اندازی کمپاین‌های مبارزه علیه آفات و امراض نباتی و حیوانی، واکسین های حیوانی و مجادله علیه ملخ در ولایات مختلف کشور صورت گرفته به نیکویی یاد کرده و از تلاش‌های سازمان مذکور در جهت تطبیق پروژه ها برای حمایت سکتور زراعت به خصوص دهاقین و مالداران کشور و برچیدن مشکلات شان کرده اند اظهار قدردانی نموده وی همچنان خواستار  تداوم پروژه های قبلی  و همچنان تطبیق پروژه‌های بنیادی  جدید برای مردم افغانستان شد تا تغییر مثبت در وضعیت اقتصادی آنان رونما گردد.
رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد ضمن قدرانی از رهبری وزارت در راستای همکاری جهت تطبیق پروژه ها از توقف کشت کوکنار از جانب رهبر امارت اسلامی یادآوری کرده گفت هیچ حکومتی تا حال قادر به متوقف کردن کشت آن نگردیده بود و جلوگیری از این پدیده نامیمون را بزرگترین دستاورد امارت اسلامی خواند و در مورد دریافت راه های  کشت بدیل برای  دهاقین سخن زده و از تعهد شان مبنی بر همکاری در بخش فراهم نمودن سهولت‌های آبیاری برای زارعین نیز یاد آور شد.
دراین نشست روئسای بخش‌های مالداری، تحقیقات زراعتی، پلان، بدیل معیشت نیز حضور داشتند که هریک در بخش‌های کاری خویش خواستار همکاری سازمان خوراک و زراعت ملل متحد جهت تطبیق پروژه های شان شدند.
آقای ریچارد ترانچارد همچنان در مورد  نیازمندی های که از جانب روئسای بخش‌‎های مختلف وزارت زراعت مطرح شد بر تحقق موارد ذکر شده و اتخاذ تدابیر پیشگیرانه مجادلوی علیه ملخ  در سال آینده نیز تعهد همکاری نمود.
همچنان معین زراعت و مالداری برآماده‌گی و همکاری  وزارت زراعت مبنی بر تطبیق برنامه‌هایی از جانب سازمان خوراک و زراعت ملل متحد که برای افغانستان در نظر است در آینده عملی شود، نیز اطمینان داد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS