هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
Wed, Aug 30 2023 1:53 PM
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

۸وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام دهلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی دهلمند د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه. 
په یاده ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول. 
د هلمند ولایت تخنیکي پلاوي په نننی ناسته کې د اصلاح شویو تخمونو دولتي تصدۍ اړوند ځمکې، باباجي ولسوالی، مارجې او مرکز لښکرګاه کې د افرادو او اشخاصو ترمنځ پر اما/رتي ځمکې ددعوی جریان، اسناد او سوابق مطالعه کړل او د هرې موضوع په اړه لازم اجرائت ترسره شول. 
له خپل منځي ناستې وروسته تخنیکي پلاوي د الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي په مشرۍ مارجې ولسوالی ته سفر وکړ او هلته یې د ولایت م مقام د حکم مطابق د اشخاصو او افرادو ترمنځ پر یوه اندازه اما/رتي ځمکې ستونزه له نږدې وارزول او له اړونده لوریو سره یې لیدنې وکړې.
وروسته یاد پلاوی په مرکز لښکرګاه کې دغازي محمد ایوب خان مینې له هغو سوداګریزو سیمو لیدنه وکړه، چې د ځینو کسانو لخوا ورباندې د شخصي ملکیت ادعاوې موجودې وې، چې وروسته به د اصولو له مخې ورباندې لازمې کړنې ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS