ننګرهار کې ۶۰ تنو بزګرانو ته د بوټو ناروغیو مخنیوي  په پار روزنه ورکړل شوه

mail-admin
Wed, Aug 30 2023 1:50 PM
ننګرهار کې ۶۰ تنو بزګرانو ته د بوټو ناروغیو مخنیوي  په پار روزنه ورکړل شوه

۸ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتني مدیریت کارکونکو له لورې د هسکه مېني، لعلپورې او روداتو ولسوالیو په دولت خېلو، چکنور، کمره او منګل کلیو کې ۶۰  تنو کرونده ګرو  ته سبزیجاتو، پنبي، بڼونو کې د اوبخور او د ناروغیو مخنیوي  په برخه کې  روزنه ورکړل شوه.
د یادو ولسوالیو د بوټو ساتنی مدیریتونو له لورې  ۶۰  تنو بزګرانو او بڼوالو ته دلایم سلفر جوړولو، رومیانو مختلفو ناروغیو، سپږۍ، افاتو، هرزه وښو مخنیوي ،  د سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو کې د کیمیاوي درملو استعمال، د ژغورنې احتیاطي  تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي، ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص او ډېر  حاصل ترلاسه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS