پکتیا کې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۹۱۴۷ تنو ته د کار زمینه برابرېږي

mail-admin
Tue, Aug 29 2023 2:40 PM
پکتیا کې د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۹۱۴۷ تنو ته د کار زمینه برابرېږي

۷ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په اډانه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي او د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د څه باندې یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ددې ولایت په مرکز ګردیز، احمدآبا، سیدکرم او زرمت ولسوالیو کې ۹۱۴۷ تنو ته د کار زمینه برابرېږي، چې یاد شمېر کاریګر به ۲۴ سیمو کې ۳۳۵۳۳۹ ټرینچونه( کاړي) اوباسي، په ۶۰ کوچنيو بندونه(چک ډیمونو) او په ۶۷ ټولنیزو ساختمانونو کې به کار کوي.
یاده پروژه د پکتیا ولایت د حبیب کلا په سیمه کې پیل شوه، چې پکې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالرؤف سعید، د ښار جوړونې رییس مفتي عبیدالله، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د بشري مرستو مسوول رحمت خان، قومي مشرانو او کاریګرو ګډون کړی وو.
د پکتیا دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو کې په پکتیا ولایت کې د یادې پروژې پلي کېدل اړین وبلل او زیاته یې کړه، چې دکار په مقابل کې د پیسو وېش دغه پروژه چې له مخې به یې  سلګونه زره ټرینچونه ایستل کیېږي، د اوبو په زیاتوالي او د اوبو د سرچینو په ښه والي کې به رغنده رول ولوبوي، نوموړي په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل، چې د یادې پروژې ښه تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وکړي، همدا ډول یې  په یاده برخه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د کړنو ستاینه هم وکړه.
په پای کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د بشري مرستو مسوول رحمت خان په خپلو خبرو کې په پکتیا ولایت کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې د ترسره شویو کړنو یادونه وکړه، نوموړي وویل چې د پکتیا ولایت په ټولو ولسوالیو کې یې مختلفې پروژې پلې کړي او ځینې نورې یې تر کار لاندې دي، چې پکې د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو، حیواني خوراکې، کرنیزو وسایلو او د سبو تخمونو وېش شامل دي، نوموړي زیاته کړه چې د کار په مقابل کې د پیسو د وېش په دغه پروژه کې ۹۱۴۷ تنو ته د شلو ورځو کاري فرصت برابرېږي، چې د هرې ورځې کار په بدل کې د ۵ ډالرو معادل افغانۍ ورکول کېږي، نوموړي په پای کې د اوبو د مدیریت او د وچکالۍ د مخنیوي په برخه کې د واټرشیډونو جوړول حیاتي پروژه وبلله.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS