هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
Tue, Aug 29 2023 11:28 AM
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

۷ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
د دغو هلو ځلو په دوام د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي ددې ولایت نهرسراج ولسوالی ته سفر وکړ.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي په داسې حال کې نهرسراج ولسوالی ته سفر وکړ چې د یاد پلاوي رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي، عدلې رییس الحاج مولوي محمد محمدي، امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه او یو شمېر فني مامورینو یې ملتیا کوله. 
د یاد سفر موخه په نهرسراج ولسوالی کې د ٤٥٠٠ جریبه ځمکې تثبیت او ارزونه وه چې  پر سر یې د څلورو قومونو ترمنځ حقوقي دعوی جریان لري.
یاده ځمکه چې شخصي او اما/رتي سره مخلوطه ده ، د ٤ قومونو ترمنځ (ناصران، کاکړان، نورزی او اسحق زي) یې لوري دي، ددعوې جریان، اسناد او سوابق یې د لا ښې بررسئ په موخه د ځمکو غصب مخنیوئ کمیسیون لخوا تخنیکي هیئت ته سپارل سوې ده ترڅو د شخصي او اما/رتي ځمکې تشخیص او تثبیت یې ترسره سي او بیا یې په اړه عالي مقاماتو ته ګذارش وړاندې شي.
تخنیکي پلاوي د یادې ځمکې څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه، په سیمه کې یې د دعوی له اړونده لوریو او سیمئیزو اوسیدونکو سره لیدنې وکړې او په اړه یې د اړتیا وړ معلوماتونه راټول او د وروستیو کړنو لپاره یې مرکز ته انتقال کړل.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS