د آغا خان بنسټ چارواکو د کرنې وزارت ته د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړل

mail-admin
Tue, Aug 29 2023 10:17 AM
د آغا خان بنسټ چارواکو د کرنې وزارت ته د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړل

۷ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
په افغانستان کې د آغاخان بنسټ چارواکو د دغه بنسټ د فعالیتونو راپور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او ددې معینیت له کارپوهانو او رییسانو سره شریک کړل.
د دغه بنسټ د راپور ورکولو په موخه غونډه د کرنې وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه او د آغاخان بنسټ مسوولینو د څارویو د روغتیا، مالدارۍ، بڼوالۍ، د ځنګلونو او طبیعي زېرمو ساتنې، دهېواد له اوبو او ځمکې څخه د ګټې اخیستنې  په برخو کې د خپلو فعالیتونو په اړه د غونډې غړو ته معلومات ورکړل. 
په دې کتنه کې د دغه بنسټ چارواکی جمال ناصر یوسفزي خبرې وکړې او ویې ویل: «زموږ فعالیتونه په عمده توګه د روغتیا او تغذیې، پوهنې، اقتصادي پراختیا، ټولنیزې پراختیا، کرنې او د خوړو خوندیتوب په برخو کې په مستقیم ډول د بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، کندز، دایکنډي، سمنګان او بلخ  په ولایتونو کې کې پلي شوي او موږ په غیر مستقیم ډول په ۲۴ ولایتونو کې کار کوو، چې ځینې پروژې پلې شوې او ځینې یې د پلي کېدو په حال کې دي.»
همدارنګه د دغه بنسټ یو بل مسوول مصطفی نبي زاده وویل: «زموږ کار تمرکز تر ډېره د غلو دانو په زیاتوالي، د بڼوالۍ پراختیا، د سبو زیاتوالی، د بزګرانو وړتیاوې لوړول، د تولیدي زېربناوو پراختیا، د اقلیم د بدلون په برخه کې کار، د څارویو روغتیا، د څارویو او بوټو د ناروغیو مخنیوی، د څارویو دنسل ښه والي، د څارویو تغذیه، د چرګانو د فارمونو پراختیا، د کرکیلې وړ ځمکو پراختیا او د سیندونو اوبو څخه ګټه پورته کول دي.»
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم  عثماني د دغه بنسټ له فعالیتونو مننه وکړه او د دوی د فعالیتونو پر دوام یې ټینګار وکړ: « موږ غواړو چې ستاسو فعالیتونه شفاف او عادلانه وي، هڅه وکړئ چې په ټولو سیمو کې پروژې پلي کړئ ترڅو ډېر خلک ترې برخمن شي او ګټه پورته کړي، خلک لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري، د کرنې وزارت رهبري ستاسو د ټولو فعالیتونو هرکلی او ملاتړ کوي.»
په پای کې د کرنې وزارت سلاکارانو او مسلکي رییسانو د دغه بنسټ له مسوولینو سره د راتلونکو پروژو د تطبیق د ښه والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او ویې غوښتل چې په خپلو راتلونکو پلانونو کې یې شامل کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS