ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه
۲ وږی ۱۴۰۲ه.ش
۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي د ننګرهار کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په کې پر مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ پر یوشمېر دوسیو او عریضو مهمې پرېکړې وشوې.
دغه راز تخنیکي پلاوي غړو چې تېره ورځ د مختلفو سیمو څخه لیدنه ترسره کړې وه، وروسته غونډه کې پرې بحث وشو او پریکړه وشوه، چې زانګویې ځمکې په تړاو د ښاروالۍ او ښارجوړونې ریاستونو څخه دپلان په رابطه معلومات وغوښتل شي .
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې دکاشکوټ ځمکي غاصبین چې استعلامونه تري شوي د لاښه وضاحت په پار راتلونکي مجلس ته وغوښتل شي، دکابل هډي سیمه امارتي ملکیت دي او د هراړخیزو څیړنو لپاره باید تخنیکي پلاوي سیمي ته سفر وکړي .
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمینځه تللو مخنیوي وشي.
