د لغمان الینګار کې د کاهو ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
Wed, Aug 23 2023 3:53 PM
د لغمان الینګار کې د کاهو ننداریزې کروندې جوړېږي

۱ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار خیریه مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د الینګار په ولسوالی کې پر ۲۰ تنه بزګرانو د کاهو د ننداریزو کروندو جوړولو په موخه اصلاح شوې تخمونه وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر ته یوه جریبه ځمکې لپاره د کاهو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي دي او ترڅنګ یې یادو بزګرانو ته  د کاهو د بزغلې د کرلو، اوبولګولو او سیمې ته انتقال په برخه کې معلومات هو ورکړل شوي دي. 
یادو بزګرانو ته به د پلان مطابق اصلي کروندو ته د بزغلیو له انتقال سره سم ۵۰ کیلوګرامه یوریا او ۲۵ کیلوګرامه ډی ای پی سره چې د یوه جریبه ځمکې ضرورت پوره کوي هم وېشل کېږي. 
د لغمان دکرنې ریاست په لارښونه او د الینګار ولسوالی د زیارګښو بزګرانو په هلوځلو اوسمهال د کاهو کښت الینګار ولسوالی کې په چټکې سره پراختیا مومي. لاسته راغلي پایلې ښیې چې دغه ولسوالی کې کاهو ښه پایله ورکړې ده، په همدی اساس یې د ترویج لپاره ګړندۍ هڅی روانې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS