هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  ٥۹مه نوبتي غونډه دائره شوه 

mail-admin
Wed, Aug 23 2023 3:12 PM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  ٥۹مه نوبتي غونډه دائره شوه 

۱ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٥۹مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کېد هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوی خپله ٥٩مه نوبتي غونډه ترسره کړه، له ناستې وروسته یې د مرکز لښکرګاه اړوندو سیمو کې لسګونه جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړه. 
د اجنډا له مخې یاد پلاوي لومړی د کرنې په ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه ، په ناسته کې د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او څار رئیس مولوي عبدالجبار هجرت صاحب د امیر/المؤ/منین حفظه الله د ١٤٣٧ هه ق کال څخه بیا تر ١٤٤٤ کال پورې هغه راغلي فرامین ، حکمونه او هدایتونه چې مشخصآ د غصب مخنیوئ او د اما/رتي ځمکو اړوند دي په مفصل ډول د غونډې ګډونوالو ته تشریح کړل.
وروسته تخنیکي پلاوی د تیرې غونډې د پریکړې له مخې په مرکز لښکرګاه کې د اداري سیمې په مربوطاتو کې د غصب شویو اما/رتي ځمکو څخه د لیدنې او هلته یې د خودسره تصرفاتو بندولو په اړه د ترسره شویو اجرائتو راپور د غونډې ګډونوالو سره شریک کړ. 
له خپل منځي ناستې وروسته یاد پلاوی د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کرکېټ لوبغالي ته څیرمه د ګڼو غاصبینو لخوا په اما/رتي ځمکو کې د خودسره تصرفاتو او غصب مخه ونیول  ، ددې ترڅنګ هغه دیوالونه هم ونړول سول چې تازه یې خلکو د ځمکو په غصب لاس پورې کړی وو او مالکانه تصرفات یې پکې پیل کړي وو.
د یادونې وړ ده، چې هلمند کې د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي تر دې مهاله د زرګونه جریبه اما/رتي ځمکو د غصب مخه نیولې ده او د استرداد په اړه یې لسګونه راپورونه مرکز ته لېږدولي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS