د ننګرهار کانال شرکت کې د چرګانو روزنې فارم جوړېږي 

mail-admin
Tue, Aug 22 2023 3:15 PM
د ننګرهار کانال شرکت کې د چرګانو روزنې فارم جوړېږي 

۳۱ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارکانال هډې فارم دویم بلاک کې په ۱۵ جریبه ځمکه کې د یو شرکت له خوا د اوه میلونه افغانیو ټولیز لګښت باندې د چرګانو روزنې ، تولید او دانې(د چرګانو دخوراکې) فارم جوړېږي. 
د یاد شرکت یو تن مسوول حسیب الله وايي، چې د چرګانو په برخه کې کافي تجربه لري او د چرګانو روزني صنعت د پراختیا په پار غواړي چې په یاد فارم کې له ۳۰ نه تر ۵۰ زره پورې د هګیو چرګانې وروزي. 
د ښاغلي حسیب په وینا دوی د یاد فارم د جوړولو په تعمیراتي چارو کې هره ورځ شل تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.  
د معلوماتو له مخې په ننګرهار ولايت کې د چرګانو روزنې فارمونو وده کړې ، چې له ښه مرغه د چرګانو د خوراکي توکو اته توليدونکي فابريکې او د چرګانو د پېر-پلور دوه مارکيټونه شتون لري، چې د پانګوالو ستونزې يې تر یوه کچه هوارې کړي دي.
بل پلو د اقتصادي چارو د کارپوهانو په اند د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې په کور دننه د چرګانو روزنې صنعت او فارمونه کولای شي مثبت رول ادا او ځان بساینې په لور مزل چټک کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS