هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  ٥٨مه نوبتي غونډه دائره شوه 

mail-admin
Mon, Aug 21 2023 9:04 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  ٥٨مه نوبتي غونډه دائره شوه 

د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٥٨مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د یاد پلاوي رییس مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ ، د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي، د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني، د کور او ښار جوړولو چارو رییس مولوي نیک محمد معتصم، د امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه، د قضایای ا/ما/رت امر مولوي عبدالقاهر عاصم، د ځمکو آمریت استازي انجنیر حامد رسولي  او نورو غړو هم حضور درلود.
په پیل کې تخنیکي پلاوي خپل منځي ناسته وکړه او په یو لړ مهمو موضوعاتو یې بحث او لازم تصمیمونه ونیول. 
تخنیکي پلاوی د شنه کمربند د سیمې، د پی آر ټي سیمې، سردارګل محمدخان او ایوب خان مینې ترڅنګ د ګرشک په ولسوالی کې تر لاس لاندې موضوعاتو باندې د ترسره شویو کړنو راپورونه شریک کړل.
ددې تر څنګ یاد پلاوي د بولان سیمه کې د هدیرې ځمکې اړوند او د باغران ولسوالی کې د خلکو ترمنځ پر ا/ما/رتي ځمکې ددعوی اسنادو او سوابقو ارزونه وکړه او موضوع یې  اړوندو مراجعو ته ولېږدول. 
تخنیکي پلاوي همدارنګه د لښکرګاه ښار سولې څلورلارې ته څېرمه ددریوو سوداګریزو مارکیټونو د اسنادو او سوابقو ارزونې په موخه یوه ګډه کمیټه ولایت مقام ته وړاندیز کړه تر څو د موضوع په اړه د خپلو تحقیقاتو راپور یاد پلاوي ته وړاندې کړي.
وروستیو کې یاد پلاوي د ګڼو ولسي خلکو سره په مخامخ ډول لیدنې وکړې او د هغوی د املاکي ستونزو حل په برخه کې یې د اصولي کړنو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS