ننګرهار کې د پنبې کرکېله زیاته شوې

mail-admin
Mon, Aug 21 2023 9:02 AM
ننګرهار کې د پنبې کرکېله زیاته شوې

افغان بزگران له ډېر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکی هېواد وو. 
 اوس مهال په ټولیزه توګه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په زرګونه هکتاره ځمکه کې پنبه کرل کېږي.
ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست معلوماتو له مخي، د ننګرهار په  ۲۱ ولسوالیو کې پر ۲ زره او ۸۹۵  هکتاره ځمکه پنبه  کرل شوي.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل سږ کال د ننګرهار په ۲۱ ولسوالیو «بهسود،  هسکه مېنه، کوزکونړ، بټي کوټ،  سپین غر،  سرخ رود، خوږیانو، پچیراګام، چپرهار، شېرزاد،  دره نور،  رودات، کامه، کوټ، اچین، شینوارو، دوربابا،  نازیان، لعلپوره، مومندره او ګوشته » کې پر  ۲ زره او ۸۹۵ هکتاره ځمکه پنبه  کرل شوي .
تېرکال په ننګرهار کې پر ۱۰۶۳ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه ، چې ۱۷۸۲  مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه شوې وه.
دغه راز بزګرانو ته دپنبي ناروغیو،  اوبولګولو،  کرنیزو عملیو، بازارموندنې، سري ورکولو حاصل ټولولو کې عملي او نظري روزنه هم ور کړل شوې ده.
پنبه دصنعتي او تيلې نباتاتو له ډلې یو له مهمو نباتاتو څخه دې، چې ننګرهار بزګران یې د ډېر پخوا څخه کرې او  د کرلو سره لیوالتیا لري.  تېر کال په ۱۱  ولسوالیو کې کرل شوی وه او سږ کال په ۲۱ ولسوالیو کې کرل شوې ده؛  چې سږکال به د تېر په پر تله څو برابره ډیر حاصل ورکړي  .
د چارواکو په خبر په دې ولایت کې د پنبې دکرکېلي د ودې او پراختیا په پار پر بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخونه، کیمیاوي سرې، داړتیا وړ درمل او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې بزګرانو او ځمکوالو ته د پنبې  ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS